الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بګرامیو پروژې لوېدیځ لوري ته د کمري سړک د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي


د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګرامیو پروژې په لوېدیځ کې، د ۱۲۵۵ مترو په اوږدوالي، ۲۶ او ۳۱ مترو په سور سره، د کمري سړک لومړۍ برخه چې، څه موده وړاندې یې قیر چارې بشپړې شوې وې، په دې وروستیو کې ترافیکي کرښې پرې واچول شوې.
په دې پړاو کې به پر سړک متصل او منقطع کرښې، د پلیولارو دهلیزونه او نورې ترافیکي نښې او سمبولونه رسم شي. دا ګام د ترافیکي بهیر په تنظیم، د ترافیکي پېښو په کمښت او د موټرو د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو په رامنځته کېدو کې مهم رول لري. د یاد سړک دویمه برخه چې، ۱۳۳۱ متره اوږدوالی او ۶.۵ متره سور لري په دې وروستیو کې یې کانکرېټ چارې ترسره شوې دي.
په دې پروژه کې د سړک د اصلي لیکو سربېره، د ۱۲۵۵ مترو په اوږدوالي او ۲ مترو په سور د اوبو لېږدولو یو لوی کانال، له ۸.۵ څخه تر ۱۸ مترو په اوږدوالي او له ۶۰ تر ۸۰ سانتي مترو په سور د ۴۶ پلچکونو، د ۸۵ مترو په اوږدوالي او ۲.۷ مترو په لوړوالي د استنادي دېوال، لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. یاده پروژه به د ترانسپورتي وضعیت په ښه والي، د ترافیکي ستونزو په کمښت او د دوه ویشتمې ناحیې اړوندو سیمو په اقتصادي وده کې هم مهم رول ولوبوي.