الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بهرنیو چارو وزارت د سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

د دویمې ناحیې اړوند له زنبق څلورلارې څخه د ملک اصغر تر څلورلارې پورې د ۱۰۱۲ مترو په اوږدوالي او ۱۲.۵ مترو په سور سره د بهرنیو چارو وزارت د سړک د بیارغونې چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر له یادې پروژې څخه د لیدنې پرمهال، د چارو پر کیفیت او چټکتیا ټینګار وکړ او مسئولینو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې.
په لومړي پړاو کې د دې سړک زیانمنې برخې رغول کېږي او وروسته به قیر پرې واچول شي. دغه پروژه د عامه شتمنیو د ساتنې او ترافیکي وضعیت د ښه والي په برخه کې ځانګړی اهمیت لري او د ښاري تاسیساتو له ویجاړېدو څخه مخنیوی کوي.
همدا راز په دې پروژه کې د سړک دواړو خواوو ته د پلیولارو او لښتیو بیارغونه هم شامل دي.