
د شپږمې ناحیې اړوند له علاءالدین درې څخه د چهاردهي تر چهارقلعه پورې نښلوونکي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي او هڅه کېږي څو یې هرڅه ژرقیر چارې ترسره شي.
دغه سړک چې، ۱۹۰۲ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د سړک غاړې لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې سړک په جوړېدو سره به د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د کارته سه، چهارقلعه چهاردهي او د علاءالدین سیمې معیاري پراختیا ته زمینه برابره شي.
د علاءالدین درې لارې څخه د چهاردهي تر چهار قلعه پورې سړک قیرکولو ته نږدې شوی دی


