الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بګراميو له پله څخه د ملالۍ تر څلورلارې پورې د نوي سړک بنسټیزې چارې روانې دي

د اتمې او دوه ویشتمې ناحیو اړوند د بګراميو له پله څخه د ملالۍ تر څلورلارې (بت‌خاک څلورلارې) سوېل خوا ته د نوي سړک د جوړولو بنسټیزې چارې چې، کیندنې، د خاورې لېږد او د لښتیو جوړول پکې شامل دي، روانې دي.
دغه سړک چې په ټوله کې ۵٬۶۳۴ متره اوږدوالی لري،۴٬۹۸۳ متره برخه یې د ۳۰ مترو په سور او پاتې ۶۵۱ متره یې د ۴۵ مترو په سور طرحه شوی دی.
په دې پروژه کې د لښتیوو، پليولارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د څراغونو نصبول هم شامل دي.
د دې پروژې پلي کېدل، د ترافیکي بهیر په ښه والي، د ښاري ګڼې ګوڼې په کمښت او د ور څېرمه سیمو اوسېدونکو ته د آسانتیاوو په برابرولو کې ځانګړی اهمیت لري.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا ترافیکي او ترانسپورتي زېربناوې پراختیا ومومي او بله خوا به د سیمو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ سربېره، ښاریانو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
پاتې دې نه وي چې، دغه پروژه به د روان کال په ترڅ کې بشپړه شي.