الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د سړک د پاتې برخو قیرچارې روانې دي


د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د شاوخوا ۹۰۰ مترو په اوږدوالي سړک، د یوې برخې لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره شوې.
د پروژې د مدیر انجنیر شبیر احمد شیرزاد په وینا؛ دغه سړک چې، په ټولیزه توګه ۳۸۴۵ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سوري لري، تر اوسه یې څه باندې ۲۴۰۰ متره برخه قیر شوې ده او پاتې شاوخوا ۷۰۰ متره نوره برخه به یې هم په راتلونکو ورځو کې قیر شي.
نوموړي زیاته کړه چې، تر قلعه قاضي پورې د دې سړک د پاتې برخې د جوړولو چارې چې، ۱۱۱۷ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري روانې دي او هڅه کېږي څو دا پروژه د روان کال په ترڅ کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي سربېره، د شاوخوا سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې د کیفیت د تضمین په موخه په دوامداره توګه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي.
پاتې دې نه وي چې، د دې سړک د پاتې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سر روانې دي څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.