الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پُل سرخ څخه تر علاءالدین درې لارې د سړک جوړولو چارې روانې دي


د شپږمې ناحیې اړوند له پُل سرخ څخه تر علاء الدین درې لارې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي څو دغه پروژه په روان کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا سړک د ۱۹۳۰ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، کانال، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې سړک په جوړېدو سره به د کارته سه او ورڅېرمه نورو سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
پاتې دې نه وي چې، یاده پروژه د ترافیکي بهیر د ویش او د ملکیتونو د اقتصادي ارزښت د لوړولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.