
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا له کمپنۍ پله څخه د قلعه حیدرخان سیمې د ګچ تر فابریکې پورې د کابل- کندهار سړک د جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دغه سړک چې، ۷ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د جوړولو چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې په اساسي او معیاري توګه بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ د ښار په لوېدیځ کې د اقتصادي دهلیز په توګه د دې سړک د اهمیت په درک کولو سره، د هغه د جوړولو او پراختیا چارې پیل کړې دي څو د ښاریانو ترافیکي او ترانسپورتي اړتیاوو ته ځواب ووايي.
د دې سړک په جوړېډو سره به له یوې خوا ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي او بله خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته د زمینې برابرولو سربېره، ترافیکي ګڼه ګونه هم کمښت ومومي.
له کمپنۍ پله څخه د ګچ تر فابریکې پورې د کابل- کندهار سړک د جوړولو چارې روانې دي


