
د اتمې ناحیې اړوند د ۴۴م ګذر په ګلبته سیمه کې د ۸۹۵ مترو په اوږدوالي او ۶.۵ متره سورسره د فرعي سړک کانکریټ چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته روانې دي.
په دې پروژه کې چې، ګلبته سیمه د شیوه کي له سړک سره نښلوي، د یوه کانال جوړول هم شامل دي.
یاده پروژه تر اوسه ۴۰ سلنه پرمختګ لري او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو دوو میاشتو کې په اساسي او معیاري ډول بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې او دوی ته به ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژې کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د اتمې ناحیې په ۴۴م ګذر کې د فرعي سړک کانکریټ چارې روانې دي


