
د اوومې ناحیې اړوند له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې.
دغه سړک چې ۱۷۶۷ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د تخنیکي معیارونو مطابق د یاد سړک د ۱۶۰۰ متره برخې دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې دي او هڅه کېږي چې د پاتې برخو لومړۍ او دویمه طبقه قیر چارې یې هم ډېر ژر ترسره شي.
دغه راز د یاد سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه، د ۲۸ مترو په اوږدوالي او ۱۸.۴ مترو په سور سره د موټرو یوه پله د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي.
د دې سړک او پله په جوړېدو سره به له یوې خوا د دارالامان سړک له چهلستون سیمې سره ونښلول شي او بله خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته د زمینې برابرېدو سربېره، ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
له علاء الدین درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د سړک دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې


