
د کابل ښاروالۍ له لوري د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د کابل- جلال آباد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دا پروژه له پکتیا کوټ څخه د تنګي غارو سیمې تر تلاشۍ پورې ۱۰۲۹۳ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، چارې به یې د یوه کال په موده کې په معیاري توګه بشپړې شي.
د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او تم ځایونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول د دې پروژې نورې برخې تشکیلوي.
د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د کابل- جلال آباد سړک د کابل ښار یو مهم اقتصادي دهلیز شمېرل کېږي.
همدا راز د پرمختیايي پلان له مخې د ۹۳۹۸ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره د یاد سړک د لومړۍ برخې چارې هم په منظمه توګه روانې دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې او برابرې پراختیا ته به زمینه برابره شي.
د مکرویانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي


