
د نولسمې ناحیې د دویم او درېیم ګذر اړوند د پلچرخي په سیمه کې د ۱۳۰۰مترو په اوږدوالي، ۴ او ۵ متره سور سره د فرعي سړک کانکریټ چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا او د هبیتات دفتر په مرسته روانې دي.
په دې پروژه کې د سړک د کانکریټ کولو ترڅنګ، د لښتیو جوړول هم شامل دي.
ټاکل شوې ده دغه پروژه په راتلونکې یوه میاشت کې په اساسي او معیاري ډول بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته ترانسپورټي ستونزې هوارې او دوی ته به د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.
پاتې دې نه وي چې په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د نولسمې ناحیې په دویم او درېیم ګذر کې د فرعي سړک کانکریټ چارې روانې دي


