الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- جلال آباد سړک د لومړي فاز د ۲۱۰۰ متره نورې برخې قیر چارې پیل شوې


د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د کابل- جلال آباد سړک د لومړي فاز د ۲۱۰۰ متره نورې برخې قیر چارې پیل شوې.
د کابل-جلال آباد سړک لومړۍ برخه چې، د مکروریانو له څلورلارې څخه تر پکتیاکوټ سیمې پورې ۹۳۹۷ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، څه موده وړاندې یې د ۳۹۰۰ متره برخې قیر چارې ترسره شوې دي او اوس مهال یې د پاتې برخو د جوړولو چارې روانې دي څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او تم ځایونو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د ترافیکي نښو رسمول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات شامل دي چې، د جوړولو چارې به یې د روان کال په بهیر کې بشپړې شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې له ټولو کاري پړاوونو څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي.
دغه سړک چې، د ګڼه ګوڼې د کمښت او د ښار د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري، هڅه کېږي څوهرڅه ژر جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.