الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه زمان خان او کابل–جلال آباد سړک ترمنځ د پله جوړولو چارې روانې دي

د شپاړلسمې ناحیې اړوند د قلعه زمان خان سړک او کابل-جلال آباد لویې ترمنځ د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ یوه پله د جوړولو چارې چې، د پله د استحکامي پایو نصبول پکې شامل دي، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا روانې دي.
دغه پُل چې، د ۴۲ مترو په اوږدوالي او ۲۰.۴ مترو په سور سره د ۷۰ استحکامي ستنو( پایو) او ۴۰ ګاډرونو په درلودلو سره طرحه شوی دی، د جوړولو چارې به یې د روان کال په بهیر کې په اساسي او معیاري توګه بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ تېر کال د قلعه زمان خان او کابل–جلال آباد لویې لارې ترمنځ نښلوونکی سړک د ۱۶۴۵ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره جوړ کړی دی چې، د ښار د ختیځ زون له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ګڼل کېږي.
د دې پله په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې کمښت ومومي او د کابل–جلال آباد لویې لارې او مکروریانو څلورلارې د ګڼه ګوڼې ستونزې به په اساسي توګه هوارې شي.