
د اتمې او شپاړلسمې ناحیې اړوند د کارته نو له سیمې ( د اوبو رسولو شرکت ته څېرمه) څخه د قلعه زمان خان تر عمومي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د پام وړ کاري پرمختګ لري او د اساسي طبقو د جوړولو چارې یې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي چې، په نږدې راتلونکې کې به یې قیر چارې هم ترسره شي.
دغه سړک چې، ۳۰۷۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، څراغونو، استنادي دېوالونو، د بایسکل چلولو لیکو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د کارته نو سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د قلعه زمان خان او د کابل- جلال آباد په سړکونو کې ترافیکي بهیر په غوره توګه تنظیم شي.
کابل ښاروالۍ پلان لري چې، دغه پروژه د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې پروژې په بشپړېدو به له یوې خوا ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د ښاري ښکلا سربېره، د سیمو متوازنې پراختیا ته زمینه برابره شي.
د کارته نو- قلعه زمان خان نښلوونکی سړک به ډېر ژر قیر چارو ته چمتو شي


