
له نوروزآباد( ایمل مومند) څلورلارې څخه تر دولسمې امنیتي حوزې پورې د سړک جوړولو بنسټیزې چارې د کابل ښاروالۍ له خوا د پلان له مخې په منظمه توګه روانې دي.
اوس مهال د سړک د هوارولو، د جدولونو نصبولو او د پلیولارو د هوارولو چارې په څو برخو کې روانې دي او هڅه کېږي څو یې د کیندنو چارې د ټاکل شوي مهال وېش له مخې پر مخ یوړل شي.
دا سړک چې، ۲۱۹۶ متره اوږدوالی، ۳۰ او ۴۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، څراغونو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی. ټاکل شوې ده دا پروژه په روان کال کې بشپړه شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د دولسمې ناحیې اوسېدونکو او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د ورڅېرمه سیمو ترافیکي بهیر به ووېشل شي.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د زېربنايي پروژو په پلي کولو سره د کابل ښار معیاري پراختیا ته زمینه برابره کړي.
د نوروزآباد- دولسمې امنیتي حوزې د سړک جوړولو بنسټيزې چارې په منظمه توګه روانې دي


