
د ګلباغ سړک د دویمې برخې د اساسي طبقو د جوړولو چارې وروستیو پړاونو ته رسېدلې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر یې قیر چارې ترسره شي.
دغه سړک چې له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې ۲۳۹۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، د لښتیو، پلیولارو،ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وايي چې، دغه پروژه د ټولو تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره پر مخ ځي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي او بلخ خوا به د کابل ښار ترانسپورتي زېربناوې پراختیا ومومي.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، دا زېربنايي پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او د ترافیکو پرمخ یې پرانیزي.
د ګلباغ سړک د دویمې برخې قیرچارې به ډېر ژر پیل شي


