د څلورمې ناحیې د لومړي ګذر اړوند د تایمني پروژې په پنځم سړک کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي.
په دغه پارک کې چې، د ۸۰۰۰ متر مربع مساحت په لرلو سره د جوړېدو په حال کې دی، یو احاطوي دېوال، د کټارو نصبول، د پلیولارو، ګلدانونو، د ساتونکي خونې، د اوبو زېرمې، زرغونې سیمې، سیوري ځای، تشنابونو او د ماشومانو لپاره د لوبغالي جوړول، د اوږدو څوکیو نصبول او د سپتیک څاه کېندل هم شامل دي.
د دې پارک د جوړولو چارې به تر راتلونکو دوو میاشتو پورې بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې اوسېدونکي مناسب تفریحي ځای ته لاس رسی ومومي.
د څلورمې ناحیې په لومړي ګذر کې د تفریحي پارک د جوړولو چارې روانې دي


