الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې روانې دي


د ګلباغ پله له سیمې څخه د چهل‌دختران تر سیمې پورې د ګلباغ سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا په چټکۍ سره روانې دي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۵۳۱۴ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، د استنادي دېوالونو، پلچکونو، لښتیو، پليولارو او د ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او پر سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وایي چې، د دې پروژې د پلې کېدو له ټولو پړاوونه څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کېږي، څو د پروژې کیفیت تضمین او په ټاکلي وخت بشپړه شي.
ګلباغ سړک چې، د کابل ښار له مهمو اقتصادي لارو څخه شمېرل کېږي، د ښار لوېدیځ زون له سویلي برخې سره د نښلولو په برخه کې مهم رول لري.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ترافیکي ګڼې ګوڼې کچه کمه شي او ښاري زیربناوې به پراختیا ومومي. کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، زیربنايي پروژې په لوړکیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي څو ښاریانو ته د غوره ښاري چوپړتیاوو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.