
«شاهین»
د اسلام زرین تاریخ د قربانۍ، مېړانې، وفا او نه ماتېدونکي ایمان داسې زرینې پاڼې لري چې، د نړۍ په تاریخ کې یې ساری نشته ده.
د همدې تاریخ په منځ کې د علی بن ابی طالب(رض) شخصیت داسې روښانه ښکاري لکه د تورو شپو په منځ کې څوارلسمه سپوږمۍ. هغه یوازې یو عادي مجاهد نه ؤ، بلکې د رسول الله صلی علیه وسلم د کورنۍ له نږدې غړو، د لومړنیو مسلمانانو له مخکښو کسانو او د اسلام لوی غازي په توګه پېژندل کېږي.
کله چې د اسلام لومړني کلونه وو، مسلمانان د کفارو له سختو ظلمونو، اقتصادي بندیزونو او پوځي یرغلونو سره مخ وو، نو په همدې سختو شرایطو کې د علي(رض) زړورتیا د یوه داسې ځوان بېلګه وه، چې د ایمان ځواک یې د عمر او شمېر له محدودیتونو پورته کړی ؤ. هغه د خپل ژوند له لومړیو شېبو څخه د رسول الله صلی علیه وسلم ترڅنګ ودرېد، د حق دفاع یې وکړه او هېڅ کله د باطل پر وړاندې شاته نه شو.
د اسلام مبارک دین په لومړیو غزاګانو کې، کله چې د بدر، احد، خندق او خیبر په څېر لویې غزاګانې رامنځته شوې، نو د مسلمانانو د دفاع او بریا تر ټولو مهم عوامل یوازې توره او وسله نه وه، بلکې د ایمان پیاوړتیا، د زړه ثبات او د الله(ج) پر نصرت باور ؤ. په همدې ځای کې د علي رضي الله عنه رول په بې سارې ډول وو، ځکه هغه د داسې مېړانې بېلګه وه چې، د سختو شېبو په منځ کې به هم نه لړزېده او د رسول الله صلی علیه وسلم د دفاع لپاره به یې خپل ځان د سپر او ډال په څېر کړ.
هغه په هره غزا کې نه یوازې د یو تکړه او نوموتي غازي په توګه ښکاره شو، بلکې د اسلامي ارزښتونو، وفادارۍ او د حق لپاره د سرښندنې ژوندۍ بېلګه هم وه. د هغه مېړانه یوازې د تورو په وهلو کې نه وه، بلکې د حق لپاره د زړه په ثبات، د ایمان په پیاوړتیا او د عدالت په دفاع کې وه. د همدې ځانګړتیاوو له امله، د اسـلام په تـاریخ کـې د علي رضي الله عنه نوم د هغو اتلانو په قطار کې یادېږي چې، د امت لپاره د ویاړ او عبرت سرچینې ګرځېدلې دي.
د غزاګانو په ډګر کې د هغه کیسې یوازې تاریخي پېښې نه دي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره د ایمان، مېړانې او وفادارۍ درس دی، چې هر مسلمان ترې الهام اخلي. همدا وجه ده چې د علي رضي الله عنه ژوند د اسلامي تاریخ یو داسې باب جوړوي چې، هر څوک یې لولي، د ایمان پیاوړتیا، د حق ملاتړ او د باطل پر وړاندې د ټینګې مبارزې روحیه پکې پیدا کوي.
د علی رضی الله تعالی عنه په اړه په نهج البلاغه کې راځي، کله چې د خندق په غزا کې د مسلمانانو او کفارو لښکر یو بل ته مخامخ ودریدل، د عربو مشهور او نامتو جنګیالی عمرو بن عبدود چې اتیا کاله عمر یې درلود او یو غښتلی پهلوان ؤ، په یوازې توګه به یې له دیرشو تر څلويښتو کسانو سره جګړه کوله. د طاغوتیانو له لښکر څخه را ووت او وې ویل: تاسو کې داسې نر شته دی چې زما مقابلې ته راووځي؟ په دې وخت کې حضرت علی رضی الله تعالی عنه را وړاندې شو، عمرو ورته وویل: بېرته وګرځه نه غواړم چې ودې وژنم. حضرت علی رضی الله تعالی عنه ورته وویل: تا له خپل خدای سره ژمنه کړې وه، چې په قریشو کې درنه څوک دوه غوښتنې وکړې د هغه غوښتنې به منم، عمرو وویل: هو! نو غوښتنه دې څه ده؟ علی رضی الله تعالی عنه ورته وویل: لومړې دا چې اسلام ومنه او د خدای تعالی لوري ته راوګرځه او په پیغمبر صلی علیه وسلم ایمان راوړه! عمرو په ځواب کې ورته وویل: دغو غوښتنو ته دې اړتیا نه لرم. حضرت علی رضي تعالی عنه بیا وفرمایل: چې داسې ده نو بیا جګړې ته تیار شه! عمرو په کبرجن انداز کې ورته وویل: ګوره بېرته وګرځه، ځکه ستا پلار زما د پلار دوست او ملګری ؤ، نو نه غواړم چې ستا په وینو لاس رنګ کړم.
حضرت علی رضی الله تعالی عنه په ځواب کې ورته وویل: خو ما له خدای(ج) سره وعده کړې ترڅو چې ته خدای(ج) او حق ونه منې، نو تا وژنم.
عمرو له آس څخه را ښکته او په کبر سره ورته را وړاندې شو او په حضرت علی رض الله تعالی عنه باندې یې د تورې ګذار وکړ.
حضرت علی رضی الله تعالی عنه د هغه ګذار په خپل ډال سره دفاع کړ او بیا یې په یو ګذار سره عمرو په ځمکه وغورځاوه او ووژل شو.
کله چې نور کفارو د عمرو دغه حال ولیدو پر تیښته شول، او حضرت علي رضی الله تعالی عنه بېرته بریالی را وګرځید.
د غــزاګـــانـو پــه ډګــر کـې د حضرت علـي(رض) مېړانه


