د دولسمې ناحیې اړوند، د احمدشاه بابا مېنې له دویم بلاک څخه د بګراميو تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا په چټکتیا سره روانې دي او هڅه کېږي چې ډېر ژر بشپړې او یاد سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۱.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د سړک غاړې لښتیو، پليولارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول هم شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي اوبله خوا به د ملالۍ (بتخاک) څلورلارې ترافیکي ګڼهګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه د دې پروژې د پلي کېدو له بېلابېلو پړاوونو څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي.
کابل ښاروالۍ د بنسټیزو پروژو پلي کول، د ښاري پراختیا د اساسي برنامو یوه مهمه برخه ګڼي او هڅه کوي چې، د معیاري سړکونو په جوړولو سره ښاریانو ته لا زیاتې ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته کړي.
د احمدشاه بابا مېنې او بګرامیو ترمنځ د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي


