
د څلورمې ناحیې اړوند د پخواني تایمني له څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې او یاد سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۶۱۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د لښتیو، پليولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د تایمني اوسېدونکو او هغو نورو ښاریانو ته چې، له دې لارې تګ راتګ کوي، د پام وړ ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي.
دغه راز کابل ښاروالۍ هوډ لري چې، د پخواني تایمني څلورلارې او د شهرنو هوټل د درېلارې ترمنځ سړک هم د ښار د سړکونو د اصلاحاتي شبکې د پلان مطابق پراخ او ورغوي.
ټاکل شوې ده چې دغه پروژه د روان کال په ترڅ کې پیل شي.
د پخواني تایمني او تایمني پروژې څلورلارو ترمنځ سړک د جوړولو چارې روانې دي


