د شپږمې ناحیې اړوند په سناتوریم سیمه کې د یوه جامع جومات د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا روانې دي.
دغه جومات چې، په ۴۰۰ متر مربع ځمکه کې د یوې تکهوي په ګډون په دوو پوړونو کې په معیاري توګه جوړېږي، په یو وخت د ۱۰۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
مخکې د سیمې اوسېدونکو د جومات د کوچینوالي له امله د لمانځه مناسب ځای ته لاس رسی نه درلود چې، تر سروې او ډیزاین وروسته یې د جوړولو په اړه اقدام وشو.
په دې پروژه کې د اوداسه ځای، تشنابونو، زرغونې سیمې او د فاضلاب څاه جوړول او نورې آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.
د ا.ا.ا د مشرتابه د سپارښتنې پر بنسټ، د درېیمې، څلورمې، اتمې، لسمې او شپاړلسمې ناحیې اړوند سیمو کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د پنځو نورو جوماتونو د جوړولو چارې روانې دي چې، په روان کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د شپږمې ناحیې په سناتوریم سیمه کې د یوه جامع جومات د جوړولو چارې روانې دي


