
د دیارلسمې ناحیې اړوند له برچي سړک څخه تر قلعه قاضي پورې د پُل خشک سړک د جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې ده د روان کال په بهیر کې بشپړې او یاد سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک چې، ۲۳۷۶ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، زرغونو سیمو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې او متوازنې پراختیا ته زمینه برابره شي.
په دیارلسمه ناحیه کې د پُل خشک سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


