
په کابل ښار کې د ښاري زېربناوو د پراختیا په موخه، د لسمې ناحیې اړوند له بي بي مهرو( عزيزي پلازا) له مخې څخه تر هنګرها څلورلارې پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دغه سړک چې، ۳۸۴۶ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
دا پروژه نه یوازې د ښاري زېربناوو ظرفیت لوړوي، بلکې اقتصادي فعالیتونو او خوندي پانګونې ته هم زمینه برابروي.
هڅه کېږي څو دغه پروژه د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
له بي بي مهرو سیمې څخه ترهنګرها څلورلارې پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


