
د دویمې ناحیې اړوند په بهارستان سیمه کې د یوه سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وې، وروستي پړاو ته رسېدلې دي.
دا سړک چې، ۷۰ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د مسئولینو په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ورڅېرمه سیمو ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او د تګ راتګ په برخه کې به آسانتیاوې رامنځته شي.
مسئولین د دې پروژې له پلي کېدو څخه موخه، د ترافیکي بهیر تنظیم، د ښاري زېربناوو ښه والی او ښاریانو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کول بولي.
په بهارستان سیمه کې د سړک جوړولو چارې وروستي پړاو ته رسېدلې دي


