
د پنځمې ناحیې اړوند له خوشحال خان مېنې څخه تر قمبر څلورلارې پورې د نښلوونکې سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې دغه سړک ډېر ژر کانکریټ کولو ته چمتو شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۲۰۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د سړک غاړې لښتیو، پلېولارو او ګلدانونو جوړول هم شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا په شاوخوا سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به موټرو او پلي تګ کوونکو ته د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.
مسئولین وایي چې د دې پروژې د پلي کولو موخه، د ښاري زېربناوو ښه والی، د ترافیکي بهیر تنظیم او د ښاریانو لپاره د ښاري خدمتونو د کچې لوړول دي.
تر دې وړاندې، د دې سړک د نشتوالي له امله د سیمې اوسېدونکي اړ وو چې، د تګ راتګ لپاره له اوږدو لارو څخه ګټه پورته کړي.
له خوشحال خان مېنې څخه تر قمبر څلورلارې پورې د نښلوونکي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي


