
د نهمې ناحیې اړوند د درېیم مکروریان د مارکېټ سړک لومړۍ طبقه قیر چارې تر لابراتوارې آزمایښت وروسته بشپړې شوې او ټاکل شوې ده ډېر ژر یې دویمه طبقه قیر چارې پیل شي.
دغه سړک چې ۶۲۱ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو په ګډون ډیزاین شوی دی. د پلان له مخې ټاکل شوې ده د دې سړک د جوړولو چارې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو ته ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د درېیم او څلورم مکروریان ته څېرمه نورو سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري څو د زېربنايي پروژو په پلي کولو سره د ښار متوازنې پراختیا ته زمینه برابره او ښاریانو غوره ښاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.
د درېیم مکروریان د مارکېټ سړک لومړۍ طبقه قیر چارې بشپړې شوې


