
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د بګرامیو پله – ملالۍ څلورلارې د سړک په اوږدو کې د لوګرسیند د پاسه، د موټرو د تګ راتګ یوه پله د جوړولو چارې د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
دا پُل چې، ۳۰ متره اوږدوالی او ۲۱ متره سور لري، د ۴۸ میخي ستنو ( پایو) او ۲۰ ګاډرو په درلودلو سره به یې د جوړولو چارې د روان کال په بهیر کې په اساسي توګه بشپړې شي.
ورته مهال د اتمې او دوه ویشتمې ناحیې اړوند له بګرامیو پله څخه تر ملالۍ (بت خاک) څلورلارې پورې د سړک جوړولو چارې هم روانې دي. دغه سړک چې، ۵۶۳۴ متره اوږدوالی لري، ۴۹۸۳ متره برخه یې ۳۰ متره او پاتې۶۵۱ متره برخه یې ۴۵ متره سور لري.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د سیمې اوسېدونکي ته ترانسپورتي او ترافیکي آسانتیاوې رامنځته اوبله خوا به د سیمو د اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري څو د زېربنايي پروژو په پلي کولو سره د ښار متوازنې پراختیا ته زمینه برابره او ښاریانو غوره ښاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.
په دوه ویشتمه ناحیه کې د موټرو د تګ راتګ یوه پله د جوړولو چارې پیل شوې


