الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د فیصل ښارګوټي- پډولې سړک د جوړولو چارې روانې دي


د اوومې ناحیې اړوند له فیصل ښارګوټي څخه تر پډولې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي څو دا مهمه زېربنايي پروژه په روان کال کې بشپړه شي.
د سړک جوړولو دغه پروژه چې ۱۸۳۴ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، یوه له مهمو پرمختیايي پروژو څخه شمېرل کېږي چې، د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا په برخه کې مهم رول لري.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې له ټولو کاري پړاوونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو او استنادي دېوالونو جوړول، د څراغونو نصبول اوپه سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې او د سیمو د اقتصادي ودې سربېره به د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي.