
د لسمې ناحیې اړوند د شش درک سیمې د شپږو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي.
دغه پروژه چې، په تولیزه توګه ۱۵۰۷ متره اوږدوالی، ۱۳ او ۲۴ متره سور لري، د ښاري زېربناوو د پراختیا په موخه پلې کېږي.
اوس مهال د یادو سړکونود پلیولارو، جدولونو او نورو جزئیاتو د جوړولو چارې تر لاس لاندې دي او له دې وروسته به یې دویمه طبقه قیر چارې ترسره شي.
د یادې سیمې اوسېدونکي تر دې وړاندې د سړکونو د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزه سره مخ وو چې، د دې پروژې په پلي کېدو سره به یې ستونزې هوارې اوګڼو آسانتیاوو ته لاس به رسی ومومي.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي څو د ښار په بېلابېلو سیمو کې د زېربنايي پروژو په پلي کولو سره ښاریانو ته د ژوند اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
د شش درک سیمې د فرعي سړکونو د جوړولو پروژه بشپړېدو ته نږدې شوې ده


