
د خیرخانې کوتل سړک د درېیم فاز د پاتې برخو قیر چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په منظم ډول روانې دي.
اوس مهال د یاد سړک شاوخوا ۱۸۰۰ متره برخې قیر چارې د فني او تخنیکي آزمایښت له ترسره کېدو وروسته د ترسره کېدو په حال کې دي.
تر دې وړاندې د دې سړک ۲۴۲۰ متره برخه د ۱۲ مترو په سور سره قیر شوې ده او هڅه کېږي چې، د پاتې برخو قیر چارې هم ژر تر ژره ترسره شي.
د دې سړک درېیمه برخه د یوولسمې او اوولسمې ناحیې اړوندو د سرای شمالي له څلورلارې څخه د کوتل تر پورتنۍ برخې پورې (د نفت او ګاز ادارې مخې ته)، د ۳۶۴۷ مترو په اوږدوالي او ۲۷ مترو په سور سره طرحه شوې ده چې، د یوه معیاري سړک ټولې برخې پکې شاملې دي.
د خیرخانې کوتل سړک د هېواد له مهمو ترانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي چې د شمالي ۱۴ ولایتونو اوسېدونکي ترې ګټه پورته کوي.
کابل ښاروالۍ د دې سړک د پاتې برخو د جوړولو او پراختیا په موخه هڅه کوي، څو د وسایطو تګ راتګ ته د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.
د خیرخانې کوتل سړک د درېیم فاز د پاتې برخو قیر چارې روانې دي


