
د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان سیمې له پجک پله څخه د خواجه لکن تر بازار پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې بشپړې او یاد سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا سړک ۳۱۲۴ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري، چې، د لښتیو او د ۸ مترو په اوږدوالي او یو متر سوره سره د څلورو پلچکونو جوړول هم پکې شامل دي.
د دې سړک د جوړولو چارې د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر څارنې لاندې د تخنیکي معیارونو مطابق پر مخ ځي چې، په بشپړېدو سره به یې د ځایي اوسیدونکو ترانسپورتي او چاپیریالي ستونزې هوارې او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
له پجک پله څخه د خواجه لکن تر بازار پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي


