
د دویمې ناحیې اړوند له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک د دویمې لیکې د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې ښه پرمختګ لري او ډېر ژر به قیر کولو ته چمتو شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل ښار د مرکزي برخو په ځانګړې توګه د ده افغانانو سیمې ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
اوس مهال د یاد سړک یوې لیکې قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده، چې دا کار د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې ګټور ثابت شوی دی.
په دې پروژه کې چې، ۸۶۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، د یوه کانال، استنادي دېوال، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښواچول او د یوه معیاري سړک ټول جزئیات هم شامل دي.
مسئولین وايي چې، د یاد سړک د جوړولو پرمهال بدیله لاره نه وه او همدا راز د سړک په اوږدو کې د ښاري خدمتونو یو شمېر شبکو شتون درلود چې، د کار پرمهال یې ستونزې را ولاړې کړې وې خو له دې سره سره بیا هم دغه پروژه د پلان مطابق پر مخ ځي.
د جوی شیر- پُل آرتل سړک د دویمې لیکې د جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري


