
د کابل ښاروالۍ د ښاري زېربناوو ریاست له خوا تر تخنیکي او فني څېړنو وروسته، د شهید هنګرها په څلورلارې کې د دوو هوايي پلونو ( انټرچنج) د جوړولو طرحه بشپړه شوه.
دغه پروژه د یوې لویې زېربنايي پروژې په توګه د ګڼه ګوڼې د کمښت او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ډیزاین شوې ده.
د ښاري زېربناوو ریاست د رئیس انجنیر فایق احمد تسل په وینا؛ په دې پروژه کې د ( فول کلورلیف) په بنه یو انټرچنج چې، دوه هوايي پلونه، څلور دایروي رمپونه او د هنګرها څلورلارې نښلوونکي سړکونه شامل دي چې، په اساسي توګه به جوړ شي.
نوموړي زیاته کړه: اصلي پُل د قصبې- سلیم کاروان څلورلارې د سړک په اوږدو کې د لسو لیکو په درلودلو او فرعي پُل د بي بي مهرو- شهید هنګرها څلورلارې په اوږدو کې جوړېږي.
دغه انټرچېنج (تقاطعي پل) په ټولیزه توګه د ۶۵۴ مترو په اوږدوالي، ۴۵ مترو سور او ۷ مترو په لوړوالي طرحه شوی دی، چې په جوړېدو سره به یې په سیمه کې ترافیکي ستونزې او ګڼهګوڼې په بنسټیزه توګه هوارې شي.
د دې پروژې په پلي کېدو سره به له یوې خوا په یاده سیمه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته د خوندي تګ راتګ زمینه برابره شي.
کابل ښاروالۍ د دې پله جوړول یوه مهمه زېربنايي پروژه بولي او ژمنتیا لري چې، د پلي کېدوچارې یې د روان کال په بهیر کې پیل کړي.
د شهید هنګرها په څلورلارې کې د دوو هوايي پلونو او دایروي رمپونو (انټرچېنج) د جوړولو طرحه بشپړه شوه


