
د اوومې او شلمې ناحیې اړوند له پډولې څخه تر سنګ نوشتې پورې د نوي نښلوونکي سړک د بېلابېلو برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دا سړک چې، د کابل په سویل کې یوه مهمه لاره ګڼل کېږي، د خوشحال خان دویم نمبر لېسې له لوېدیځ لوري څخه د پډولې تر درېیمې پروژې پورې، ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور او دویمه برخه یې له یادې سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې،۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵.۳ متره سور لري.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو او نورو مهمو ښاري تاسیساتو جوړول هم شامل دي چې په معیاري توګه به جوړ شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو په ځانګړې توګه د پډولې سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
له پډولې څخه تر سنګ نوشتې پورې د سړک جوړولو پروژه؛ د ترانسپورتي شبکو د پراختیا په برخه کې مهم ګام


