الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څوارلسمه ناحیه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د څوارلسمې ناحیې د ۲۴م ګذر اړوند په خواجه لکن سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک ۷۲۰ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون به په اساسي توګه جوړ شي.
ټاکل شوې ده دا پروژه تر راتلونکو څه کم ۳ میاشتو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې په پلي کېدو کې به یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي. همدا راز د سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي یو شمېر ترانسپورتي او چاپېریالي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي.