الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د دویمې برخې قیرچارې پیل شوې

د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو او د توکو تر تخنیکي ارزونو وروسته، له فیصل ښارګوټي څخه د ګلباغ تر پله پورې د ګلباغ سړک د دویمې برخې قیر چارې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې.
د ګلباغ سړک دویمه برخه چې، ۲۳۹۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، د پلچکونو، د سړک غاړې لښتیو، پلیولار، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوې ده.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست مسئولین وایي چې، د دې سړک د جوړولو چارې د تخنیکي معیارونو له مخې پر مخ تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ګلباغ سړک یوه مهمه زېربنايي پروژه ده چې، په بشپړېدو سره به یې له یوې خوا د کابل لوېدیځ له سویل سره ونښلول شي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، ټولې زېربنايي پروژې په ښه کیفیت او د پلان له مخې په ټاکلي وخت بشپړې کړي.