
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د سلطان محمود غزنوي سړک په اوږدو کې له لبجر څخه تر سرای شمالي پورې سړک د یوې فرعي لیکې قیرچارې پیل شوې.
دا فرعي لیکه چې، ۲۱۰۰ متره اوږدوالی او ۱۸.۵ متره سور لري چې، ۹ متره یې د وسایطو د تګ راتګ او پاتې نوره یې د پلیولارو، لښتیو او ګلدانونو لپاره ځانګړی شوې ده.
د کاري پلان له مخې اوس مهال د ۹۰۰ متره برخې قیر چارې دوام لري او ورته مهال یې د پاتې برخو بد جوړولو چارې روانې څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو ته ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د ترافیکي بهیر پر وړاندې شته ستونزې هوارې او ګټورو اقتصادي فعالیتونو ته به زمینه برابره شي.
له لب جر څخه تر سرای شمالي پورې سړک د یوې فرعي لیکې قیرچارې پیل شوې


