
د یو ویشتمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو – لته بند نښلوونکي سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي څو دا مهمه زېربنايي پروژه په روان کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک چې، ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د استنادي دېوال، لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
یاد سړک چې، یو له مهمو نښلوونکو سړکونو څخه شمېرل کېږي، د سویل ختیځ زون د اقتصادي دهلېز په توګه بنسټیز رول ترسره کوي.
ورته مهال د یاد سړک د دویمې برخې لومړۍ چارې هم په منظمه توګه روانې دي.
د کابل-جلال آباد سړک تر سړک پورې د بګراميو- لته بند نښلوونکي سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي


