الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل - لوګر سړک د لومړۍ برخې قیر چارې روانې دي


د کابل–لوګر سړک د لومړۍ برخې قیر چارې په منظم ډول روانې دي او تر اوسه یې څه باندې یو کیلومتر برخه قیر شوې ده. هڅه کېږي څو دغه مهم ترانزیټي سړک د روان کال په اوږدو کې جوړ او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
د پروژې مدیر، انجنیر شبیراحمد شیرزاد په دې تړاو وویل: دغه سړک له نجات څلي څخه تر چرخ‌آب سیمې پورې، د ۷ کیلومترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو سور سره طرحه شوی دی.
د نوموړي په وینا، تر اوسه د دې سړک د دوو اصلي لیکو ۴۶۵۰ متره، د فرعي لیکو ۴۹۰۰ متره او د متروبس لیکې ۸۲۰ متره په بریالیتوب سره قیر شوي دي او په پام کې چې، پاتې برخې به یې هم د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته قیر شي.
په دې پروژه کې د سړک له جوړولو سربېره، د یوه کانال، پلچکونو، لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د کابل–لوګر سړک چې، د کابل ښار د سوېلي زون له مهمو بنسټیزو پروژو څخه شمېرل کېږي، په جوړېدو سره به یې له یوې خوا ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د سیمې د اقتصادي ودې لپاره مناسب فرصتونه برابر شي.
همدارنګه، ټاکل شوې ده چې له چرخ‌آب سیمې څخه تر سنګ‌ نوشتې پورې د دې سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم د کابل ښاروالۍ له خوا ډېر ژر پیل شي.