د اتمې او دوه ویشتمې ناحیو اړوند د بګراميو له پله څخه د ملالۍ تر څلورلارې (بتخاک څلورلارې) پورې د نوي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دغه سړک چې په ټوله کې ۵۶۳۴ متره اوږدوالی لري،۴۹۸۳ متره برخه یې د ۳۰ مترو په سور او پاتې ۶۵۱ متره یې د ۴۵ مترو په سور طرحه شوی دی.
ورته مهال د دې سړک په اوږدو کې د لوګر سیند د پاسه، د ۳۰ مترو په اوږدوالي او ۲۱ متره سور سره د موټرو د یوه پله د جوړولوچارې هم روانې دي چې، د روان کال په بهیر کې به جوړشي.
د دې سړک او پله په جوړېدو سره به له یوې خوا ترافیکي او ترانسپورتي زېربناوې پراختیا ومومي او بله خوا به د سیمو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ سربېره، ښاریانو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د بګراميو له پله څخه د ملالۍ تر څلورلارې پورې د نوي سړک د جوړولو چارې روانې دي


