د نهمې ناحیې اړوند د شش درک سیمې د شپږو فرعي سړکونو دویمه طبقه قیرچارې د کابل ښاروالۍ له خوا تر تخنیکي او فني آزمایښت وروسته پیل شوې.
دغه پروژه چې، په تولیزه توګه ۱۵۰۷ متره اوږدوالی، ۱۲ او ۱۵ متره سور لري، د پلیولارو، جدولونو او نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوې ده او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه شي.
د یادې سیمې اوسېدونکي تر دې وړاندې د سړکونو د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزه سره مخ وو چې، د دې پروژې په پلي کېدو سره به یې ستونزې هوارې اوګڼو آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د ښار په بېلابېلو سیمو کې د زېربنايي پروژو په پلي کولو سره ښاریانو ته د ژوند اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
د شش درک سیمې د فرعي سړکونو دویمه طبقه قیرچارې پیل شوې


