الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وزیر محمد اکبرخان مېنې او شېرپور سیمې د فرعي سړکونو په تیږو فرشولو چارې ښه کاري پرمختګ لري


د وزیر محمد اکبرخان مېنې او شېرپور سیمې د فرعي سړکونو په تیږو فرشولو چارې ښه کاري پرمختګ لري
د لسمې ناحیې اړوند په وزیر محمد اکبرخان مېنې او شیرپور سیمه کې د ۷ فرعي سړکونوپه تیږو فرشولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، تر اوسه د څلورو سړکونو بشپړې شوې دي.
دغه پروژه چې، په ټوله کې۵۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري، د لښتیو او پلیولارو جوړول هم پکې شامل دي. د مسئولینو په وینا؛ د پاتې ۳ سړکونو په تیږو فرشولو چارې به تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې بشپړې شي.
د تیږو په کارولو سره د سړکونو جوړول، له یوې خوا له لوړ مقاومت څخه برخمن دي او بله خوا د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې اغیزمن رول لوبوي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د آسانتیاوو رامنځته کېدو تر څنګ، ترافیکي ګڼه ګوڼه هم کمښت ومومي.