الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې په ۱۳م ګذر کې د یوې کوڅې کانکرېټ چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له لوري د هبیتات دفتر په مرسته د دیارلسمې ناحیې په ۱۳م ګذر کې د ۷۲۵ مترو په اوږدوالي او د ۴ مترو په سور سره د یوې کوڅې کانکرېټ چارې روانې دي.
په دې پروژه کې د لښتیو جوړول هم شامل دي چې، چارې به یې تر راتلونکې یوې اونۍ پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د سیمې اوسېدونکي چې، مخکې د کوڅې د خاموالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو د دې پروژې له پلي کېدو هرکلی کوي او د دوی ستونزو ته د رسېدو په برخه کې یې یو مهم ګام بولي.
د مسئولینو په وینا؛ دا پروژه د خلکو د اړتیا پر بنسټ پلې کيږي چې، ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې او یو شمېر ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي.