
د شلمې ناحیې اړوند د چهل دختران له سیمې څخه تر کابل- لوګر سړک پورې د ګلباغ سړک د څلورمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي څو هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي.
د ګلباغ سړک څلورمه برخه ۲۴۲۲ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري چې، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، پلچکونو، څراغونو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی او چارې به یې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته او د سیمو ترافیکي ګڼه ګوڼه به کمښت ومومي. همدا راز دا پروژه د کابل ښار د ښاري زېربناوو د پراختیا په برخه کې هم مهم رول لري.
د ګلباغ سړک د څلورمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


