الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یوولسمې ناحیې په ۲م ګذر کې د فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي

ښاریانو ته د ترانسپورتي آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د یوولسمې ناحیې د دویم ګذر اړوند د قلعه نجارانو په سیمه کې د ۳ فرعي سړکونو د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته روانې دي.
دغه سړکونه چې په ټولیزه توګه ۴۵۰ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره سور لري، د لښتیو په ګډون د جوړېدو په حال کې دي.
مسئولین وایي چې، دغه پروژه تر اوسه ۲۰ سلنه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یوولسمې ناحیې رئیس مولوي احمد قائد، د سیمې د اوسېدونکو پخوانیو ستونزو ته په اشارې وویل: د دغو سړکونو خرابوالي د خلکو تګ راتګ له جدي ستونزو سره مخ کړی ؤ چې د ناحیې د وړاندیز پر بنسټ دغه پروژه د لومړیتوبونو په لېست کې شامله شوه.
د نوموړي په وینا، د دغو سړکونو په جوړېدو سره به د ښاریانو په وړاندې شته ټولیزې او ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده، هغه اقدام چې د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې اغېزناک رول لرلی شي.