د هزارې بغل د نوي سړک د جوړولو چارې چې، د کابل ښاروالۍ له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ګڼل کېږي په چټکۍ سره روانې دي.
دغه پروژه په هممهاله توګه په دوو برخو کې پلې کېږي چې، لومړۍ برخه یې د یوولسمې او اوولسمې ناحیې اړوند له ۳۱۵ سیمې څخه د منشي میر غلام تر ښارګوټي پورې او دویمه برخه یې له همدې ښارګوټي څخه د کابل–پروان تر سړک پورې سیمې رانغاړي.
دغه سړک چې په ټولیزه توګه ۶۶۸۴ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د خیرخانې کوتل د بدیلې لارې په توګه طرحه شوی دی. د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا په یادو سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د کابل ښار شمالي سیمې له نورو برخو سره ونښلول شي.
په دې پروژه کې د سړک غاړې لښتیو، پلیولارو، استنادي دېوالونو او پلچکونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزیات هم شامل دي.
ټاکل شوې ده چې یاده پروژه به په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې په اساسي او معیاري توګه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا پروژه نه یوازې د خیرخانې کوتل د ترافیکي ګڼه ګوڼې په کمښت کې مرسته کوي، بلکې د اقتصادي ودې، ښاري پراختیا او د شاوخوا سیمو د اوسېدونکو لپاره د آسانتیاوو په رامنټخ کولو کې هم مهم رول لري.
د یادونې وړ ده چې، د دې سړک لومړۍ برخه له ۳۱۵ سیمې څخه د منشي میر غلام تر ښارګوټي پورې، ۲۶۳۵ متره اوږدوالی او دویمه برخه یې له منشي میر غلام ښارګوټي څخه د کابل–پروان تر سړک پورې د مزار هډې ته نږدې، ۴۰۴۹ متره اوږدوالی او۳۰ متره سور لري
د هزارې بغل نوی سړک، د خیرخانې کوتل د ترافیکي ګڼه ګونې د کمښت لپاره بدیله لاره


