
د اتمې ناحیې اړوند د کابل– لوګر سړک پر اوږدو کې د بینيحصار له سیمې څخه تر ستانکزي څلورلارې او په دوام یې د بګراميو تر سړک پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په هممهاله توګه په دوو برخو کې روانې دي.
د دې پروژې لومړۍ برخه له بینيحصار څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې ۱۶۵۵ متره اوږدوالی او دویمه برخه یې له ستانکزي څلورلارې څخه د بګراميو ترسړک پورې ۲۵۳۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري.
په دې پروژه کې د سړک غاړې لښتیو، پليولارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او د پلچکونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د څراغونو نصبول هم شامل دي.
تر اوسه د دغو سړکونو د لومړۍ طبقې قیرچارې شاوخوا ۵۰ سلنه بشپړې شوې او ټاکل شوې ده چې، پاتې برخې هم په نږدې راتلونکي کې قیر شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د کابل–لوګر سړک ترافیکي بهیر تنظیم او بل خوا به د ګڼېګوڼې د کمښت ترڅنګ، د اړوندو سیمو اوسېدونکو ته د تګراتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې له پلي کېدو څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي، څو یاده پروژه د ټاکل شویو معیارونو مطابق، په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت بشپړه شي.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه به تر راتلونکو ۴ میاشتو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
له بیني حصار څخه تر یګرامیو پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي


