
د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې دویمه طبقه قیر چارې تر لابراتواري ازمایښت وروسته د کابل ښاروال په حضور کې پیل شوې.
کابل ښاروال د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د دې سړک قیر چارې باید د تخنیکي او فني معیارونو په پام کې نیولو سره په ټاکلي وخت بشپړې شي.
د ګلباغ سړک لومړۍ برخه له دارالامان مانۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې ۳۱۷۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري چې، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
ورته مهال د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا په موخه، د یاد سړک د دویمې، درېیمې او څلورمې برخې د جوړولو چارې هم روانې دي او ډېر ژر به یو پر بل پسې قیر شي
د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې دویمه طبقه قیر چارې د کابل ښاروال په حضور کې پیل شوې


