الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه د سیلو تر عمومي سړک پورې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


د دهبوري له شهید څلورلارې څخه د پوهنتون تر وروستي تمځای او پر دوام یې د سیلو تر عمومي سړک پورې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي چې دا پروژه د روان کال په ترڅ کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې،۱۹۱۰ متره اوږدوالی، ۲۰ او ۴۰ متره سور لري، د لښتیو، پلېولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
دا پروژه د کابل ښاروالۍ له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ده، چې موخه یې ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کول، د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمښت، د ښاري نظم ښه کول او د ترانسپورتي شبکې پراختیا ده.